په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نا ليدلى لوست

افغانستان کې یو معلول وګړي ته د اړمن کس په سترګه کتل کېږي‎، خو که مېرمنې داسې وي نو کړاو به يې لا زيات وي.

اوس بیا له ځینو سره داسې فکر پیدا شوی چې که ګټې وټې ته خپلې مټې ونغاړي، ژوند په خپله سمبال کړي، نو له دې ډول ستونزو به نه رنځېږي.

زموږ همکار سیدعبدالله نظامي له یوې داسې نجلۍ سره خبرې کړي، چې په سترګو څه نه ګوري خو د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي کې زده کړې کوي او هوډمنه ده چې په راتلونکې کې به یوه فعاله خبریاله وي