په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ لوی بانک اېچ اېس بي سي ۲۵ زره دندې کموي

د نړۍ يو تر ټولو لوی بانک اېچ اېس بي سي، د لګښتونو کمولو يو لوی فعاليت په ډاګه کړی، چې په ترڅ کې به يې د نړۍ لروبر ۲۵ زره دندې کموي.

دغه بانک به په برازيل او ترکيه کې خپل کاروبار پلوري، او په دې اړه پرېکړه به سږ کال وروسته کېږي، چې له لندنه خپل مرکز ولېږدوي که څنګه.