په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې ژوند

د عراق د موصل ښار ځينې مېنې په بشپړ ډول له خلکو تشې شوې او تاريخي ځايونه یې په منظم ډول ويجاړ شوي دي.

دغه ښار يو کال مخکې اسلامي دولت نومې ډلې ونيو.

د بي بي سي يوې پلټنې موندلې، چې دا ډله هلته، د جامو اغوستلو له څرنګوالي نيولې ښونځيو کې تر زده کړو پورې د ورځني ژوند پر ډېرو برخو ولکه لري.

د دې ښار اوسېدونکي وايي ښوونځي د ماشومانو ذهني روزنې لپاره کارول کېږي.