په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د ښځینه سپرلیو ترانسپورتي ستونزې

په افغانستان کې مېرمنې وايي کله چې په موټرو کې تګ راتګ کوي موټرچلونکي ورسره د کرايي په اخيستو کې نا انډوله چلند کوي.

دوى وايي یو نارینه که د ټیکسي لپاره شل افغانۍ ورکوي ښځه اړه ده د دوو کرایه ورکړي او یا د ځان لپاره جوړه پیدا کړي.

يو وخت په کابل کې د ښاري بسونو چلونکې ښځې وې خو دا چې اوس يې څه حال دى، زموږ همکارې نجما ځلا په خپل رپوټ کې له مېرمنو، موټرچلونکو او چارواکو سره خبرې کړې دي.