په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بلجیم کې یوې مېرمن د هګیو بیا پر ځاي شوي ځایه ماشوم زېږولی

په بلجیم کې یوې مېرمن د داسې هګیو ځای له لارې ماشوم زېږولی چې ماشوموالي کې ترې لرې شوی و، په یخي کې ساتل کېده او په لوی والي بېرته ور واچول شو. دا په نړۍ کې د خپل ډول لومړنۍ چاره ده.

په ۱۳ کلنې کې دې مېرمن د کیموتراپۍ درملنه کوله چې د هگيو ځاى ترې لرې شو او په ۲۴ کلنې کې ډاکترانو بېرته ور واچاوه.

ډاکتران وايي دا کار به زرګونو هغو ځوانو مېرمنو ته هیله ورکړي چې له ناروغیو وروسته اولاد نشي زېږولى.