په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې د موسیقۍ نړیوال فیستیوال

د افغانستان ولسي موسیقي چې په تېرو څو لسیزو کې یو څه پیکه شوې وه بیا راژوندۍ کیږي.

په لوېدیځ ولایت هرات کې په دې موخه هڅې روانې دي چې د دغه هېواد اصیله موسیقي بهرنیانو ته ور وپېژندل شي.

د هرات يوه کلتوري بنسټ په دې ورستیو کې له ایراني هنرمندانو سره ګډ هنري فیسټیوال ترسره کړ.

زموږ همکار محمد قاضي زاده دغلته دې ډول هنري هڅو ته کتنه کړې.