په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه کې پر افغان اقتصاد بحث او د سوداګرو اندېښنې

په افغانستان کې چارواکي وايي د تېرې لسيزې د اقتصاد بهير به يې راکابو کوي چې دوى بې بندوباره بللى دى.

دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې د اقتصادي بې ثباتۍ له اړخه سوداګر ناکراره دي، ورځ تربلې بې کاري زياتېږي، پانګوال په تېښته او پراختیايي پروژې کمېدو دي.

د بي بي سي ازادې جرګې دا وار افغان اقتصاد شنلی چې نجما ځلا يې رپوټ راکوي.