په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا: د شمالي افریقا تر ټولو خطرناک اورپکی مو وژلی

د امريکا د دفاع وزارت یو وياند ويلي باوري دی چې د دې اوونۍ پیل کې يې د هېواد يوه هوايي بريد کې مختار بلمختار وژل شوی دی.

دی د ليبيا ختيځ کې د اسلامپاله اورپکو مشر و، او فکر کېږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې يې په الجزاير کې د غازو پر يوې بټۍ د برید امر کړی و، چې د ګڼ شمېر بهرنيانو په ګډون په کې ۴۰ کسان ووژل شول.