په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بریتانیا کې د روژې ساعتونه له منځني ختیځ سره د جوړولو هڅې

نن (جون ۱۸مه) د روژې لومړۍ نېټه ده. په بریتانيا کې له پېشلمي تر روژه ماتي ټول ١٩ ساعته کېږي.

اوس ځيني بریتانوي مسلمان علما په دې فکر کوي چې د روژې ساعتونه څنگه کم کړي.

دلته تر منځني ختيځ ورځ اوږده وي، ځينې په دې باور دي چې دومره اوږده روژه د انسان روغتيا ته ښايي ښه نه وي.