په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې د تودوخې څپې له امله بېړنی حالت اعلان شو

پاکستان کې له ګرمۍ سره تړلو ناروغيو له امله په تېرو څو ورځو کې نږدې ۷۰۰ کسان مړه شوي دي.

د دغه هېواد جنوبي سيمو کې تودوخه تر ۴۵ درجو رسېدلې ده. د سېند ايالت لروبر روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

کراچۍ تر ټولو زياته اغېزمنه شوې سيمه بلل شوې، چې د برېښنا نشتوالي او روژې هم په کې اندېښنې زياتې کړې دي.