په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناټو پولنډ کې د چټک غبرګون خپل نوی ځواک ازمويي

د اوکراين پخواني ولسمشر ۱۶ مياشتې وروسته له هغه چې له دندې لرې کړی شوی، له لوېديځو رسنيو سره خپله لومړۍ مرکه کې له بي بي سي سره خبرې کړې دي.

وېکټر ينوکوېچ چې اوس په جلاوطنۍ کې په روسيه کې اوسېږي، وايي د وينې تويونې هغو پېښو يو څه مسئوليت مني چې پايله کې يې دی له واکه وپرځول شو، خو دا خبره نه مني چې امنيتي ځواکونو ته دې یې د ډزو امر کړی وي.

دی په داسې وخت کې دا خبرې کوي، چې ناټو د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه په پولنډ کې د چټک غبرګون خپل نوی ځواک ازمويي.