په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مسلمانې کورنۍ څه ډول خپل اولادونه له سخت دریځۍ ساتلی شي؟

دلته بريتانيا کې بيا لومړى وزير ډېويډ کامېرون وايي د توندلارۍ مخنيوي کې د کورنيو او ټولنې رول مهم دى.

ده وويل پوليس او څارگرې ادارې د هغو خلکو مسووليت نه لري چې خپله غواړي له اورپکو ډلو سره يو ځاى شي.

ښاغلي کامېرون دا خبرې له هغو رپوټونو وروسته کولې چې وايي سلگونه بريتانوي مسلمانان د داعش په څېر اورپکو ډلو سره يو ځاى شوي دي.

دا چې د دغو رپټونو له امله راپورته شويو اندېښنو پر وړاندې کورنۍ څه کولى شي ميرويس مياخيل دلته په لندن کې يوې افغانې کورنۍ ته ورغلى و.