په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان حکومت او طالبانو تر منخ خبرې

افغان حکومت وايي په اساسي قانون کې د نظام او اتباعو د حقونو په باب بدلون نه مني چې په لومړيو دوو فصلونو کې ځاى شوي.

دغه څرګندونې د هغو اندېښنو په ځواب کې دي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو پيدا شوي دي.

د افغان حکومت هغه استازي چې تېره ورځ يي په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره ناسته لرله، ویلي، په لومړي ځل يې د سولې په خبرو کې یو باور تر لاسه کړی دی.

سید عبدالله نظامي د افغان پلاوي د څرګندونو پر بنسټ رپوټ لري.