په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا يونان ته نور پور نه ورکوي

د یونان لومړی وزير الېکسېس سېپراس نن اروپايي مشرانو ته د خپل هېواد د پورونو کړکېچ پر سر نوي وړانديزونه کوي، په داسې حال کې چې بانکونو کې يې په څو ورځو کې پيسې په خلاصېدو دي.

د اروپا مرکزي بانک يونان ته د اضافي پيسو ورکړه رد کړې، او د مالي ملاتړ وړاندې کوولو لپاره یې نوي شرطونه ايښي دي.

خو د اروپا مخکښو سياستوالو ټينګار کړی چې دوی له يوروزون د يونان د وتلو مخالف دي.

پر همدې مهال دغه هېواد له يوې بلې ستونزې سره هم لاس او ګرېوان دی.

د لېسبوس ټاپو کې يوناني پوليس وايي د کډوالو شمېر خورا زيات شوی، ډېر يې داسې باور دی چې سوريه کې له جګړې ورتښتېدلي دي.

دغه ټاپو کې د بنديانو ساتلو يوازينی مرکز له خلکو ډک شوی، او له حالت سره ځان نه شي سمولی.