په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ماشومان په جګړیزو ویډیویي لوبو روږدي دي

په يو داسې هېواد کې چې لا په کې د جګړې اور نه دی مړ شوی، او خلک يې د سولې او ټیکاو راتلو ته تږي دي، بله ننګونه يې دا ده چې ماشومان يې په جګړیزو ویډیي لوبو روږدي شوي دي.

د افغانستان په ډېرو ښارونو کې ځوانان او ماشومان د خپلې ساتېرۍ وخت د همدغه ډول ویډیو ګیمونو په لوبځایونو کې تېروي‎ او ځينې اروا پوهان وايي دغه لوبې د ماشومانو راتلونکی اغېزمنولی شي.

نجما ځلا په خپل رپوټ کې د ماشومانو دې ډول بوختياوو ته کتنه کړې ده.