د نيژير کوچیان

د لویدیځې افریقا هېواد نيژير کې د کوچیانو ژوند په انځورونو کې

د ګرځنده عکسونو مشهور عکاس ټیري ګولډ د نيژير د کوچیانو دود، کلتور او د ژوند بڼه د عکسونو په یوه البوم کې انځور کړې.
د عکس تشریح،

د ګرځنده عکسونو مشهور عکاس ټیري ګولډ د نيژير د کوچیانو دود، کلتور او د ژوند بڼه د عکسونو په یوه البوم کې انځور کړې.

د عکس تشریح،

ټیري ګولډ د نيژير سهارا دښتې جنوب لور ته پرتې سیمې ساحل ته سفر وکړ. دغې سیمې ته سیلانیان په محدوده کچه لاسرسی لري.

د عکس تشریح،

ټیري ګولډ د خپل سفر په ترڅ کې لرغوني ښار اګادېز ته ورغی. دغه ښار کې یې د ۱۶مې پېړۍ لرغوني جومات عکس واخېست.

د عکس تشریح،

د وډابې او تواراګ ټبر خلک د خپلو ژویو مړولو او دمې لپاره په دغه بېدیا کې تر څو میاشتو اوسي.

د عکس تشریح،

د باران موسم یوازینی وخت وي چې د کوچیانو لویه ډله په یو ځای د خپلو ژویو سره په دغه بېدیا کې واوسي.

د عکس تشریح،

د باران په مهال کوچیان خوښۍ کوي.

د عکس تشریح،

دوی د خوښۍ لمانځلو لپاره خپلې دودیزې جامې اغوندي.

د عکس تشریح،

د دوی مخونو په ډېر پام رنګ شوي، دوی ناڅي او نڅا مو د دې ښکارندويي بلل کېږي چې څومره استعداد لرئ.

د عکس تشریح،

وچکالي، کړکېچ او د القاعدې شبکې له لوري د بریدونو خطر د دې لامل کېږي چې دا لمانځنې تل نه بکلې کله کله وي.

د عکس تشریح،

"زه ډېر بختور یم چې د دغو ښکلو خلکو سره مې وخت تېر کړ او د دوی له دودونو خبر شوم." ټیري ګولډ