په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

راج ولي شاه خټک اثارو او ژوند ته لنډه کتنه

د پېښور پښتو اکاډمۍ مخکينى مشر، ليکوال، څېړونکى او شاعر راج ولي شاه خټک تېره اوونۍ له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د مړينې لامل يې د زړه ناروغي بلل شوې وه. د څه باندې لسو څېړنيزو کتابونو دغه ليکوال د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته ياد او درناوی یې وشو. په پېښور کې یې ځايي خبريالې لايبې يوسفزۍ اثارو او ژوند ته لنډه کتنه کړې ده.