په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالحی مطمین: "ملا اختر محمد ډېری طالبانو مشر ټاکلی"

د طالبانو د مشرتابه په منځ کې د اختلافونو د ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي، خو د طالبانو د سیاسي کمېټې یوه غړي او د ملا محمد عمر پخواني ویاند عبدالحی مطمین زموږ له همکار طاهر خان سره په خبرو کې ویلي، چې اختر محمد منصور د ډېری طالب مشرانو لخوا د مشر په توګه منل شوی او دوی هڅه کوي، له مخالفو طالبانو سره په دې برخه کې جوړجاړي ته ورسي.