په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له سوریې سره پر پوله د یوه خوندي زون جوړولو ته هوډمن دی"

د ترکي لومړي وزیر احمد داود اوغلو بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکه کې ويلي د سوریې په شمال کې به د نه الوت یوې سیمې جوړولو لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړو چې د اسلامي دولت نومې او سوریې حکومت له لوري له بریدونو په تېښته ولسي وګړي په کې خوندي وي.

خو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وايي، داسې هېڅ تړون نه شته او دوی باید د دې پرځای د اسلامي دولت سره پر جګړې پام را غونډ کړي.