لنډه ازموینه: آیا تاسې یو ښه سوداګر کېدلی شئ؟

په تاسو کې هغه وړتیا شته چې په بریالیتوب سره یو تجارت پیل کړئ او د یو لوی او ګټور شرکت تر کچې یې غښتلی کړئ؟

ډېر کسان ددې خوب وینې چې خپل کاروبار ولرئ، د خپل ځان مشر وي او په نړۍ کې خپله لاره په خپله وټاکي.

خو ان بریالی سوداګر هم د ناکامیو له تجربه کولو پرته بریالیتوب ته نه دي رسېدلي.

د دغې ۲ دقیقې ازموینې په پایله کې به تاسې وګورئ چې ستاسې د پاتې راتلو شونتیا څومره ده.

یادونه: که دغه ازموینې ستاسې وړتیا په سوداګرۍ کې ډېره ښه ونه ښئ دا په دې معنا نه ده چې تاسې به په رښتیاني ژوند کې هم د سوداګرۍ وړتیا نه لرئ.

دا ازموینه د سوداګرۍ پر یوې نظریې ولاړه ده او د مسلکي لارښوونې ځای نه شي نیولی.

دا آزموینه څنګه جوړه شوې؟

د سوداګرۍ مضمون ډېر اوږد تاریخ لري، خو د هغې پوهې په ډګر کې چې موږ یې د بریالیو سوداګرو د ځانګړنو په هکله لرو، پر دې لا ډېرې څېړنې کېدلی شي. د دغې آزموینې د غني کولو لپاره موږ تر دې دمه شوې ارزونې وڅېړلې او د کارډیف د مېټروپولېتن د پوهنتون له ښوونکي براین مورګن سره مو کار وکړ چې د واقعي سوداګرو رواني خاصیتونو او اداري وړتیاوو ته ځير شو.