په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لارې سر خواړه

افغانستان کې د سيمې او نورو هېوادونو په څېر د لارې سر خواړه ډېر دود دي. دا ډول خواړه که څه هم ارزانه دي، خو د روغتيا له پلوه ښايي زيان رسوونکي وي. تر ډېره خلک د بېوزلۍ له امله دې خوړو ته مخه کوي، ځکه ډېر يې د هوټلونو يا هم څه سمبال شويو خوړو وس نه لري. د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، روغتيا ته پملرنې سره په تړاو د خلکو د پوهاوي لپاره کار کوي. زموږ همکاره نجما ځلا د کابل ښا د ګڼې ګوڼې ډکې یوې سیمې ته ورغلې، د دې ډول خوړو پلورونکي او پېرونکي یې پوښتلي.