په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بريتانيا او ايران تر منځ اړيکي

له هغه راهيسې چې تېره مياشت د ايران اتومي پروګرام پر سر تړون لاسليک شو، تهران په ډاګه کړې ګنې دوی له لوېديځ سره نېک او غوره اړيکي غواړي.

دا تېره يکشنبه بريتانيا په تهران کې خپل سفارت پرانيست، او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند چې د خپل سفارت پرانيستې لپاره تهران ته تللی، هلته یې له ايراني مشرانو سره وکتل. اوس پوښتنه دا ده، چې دا پرمختيا په ريښتيا هم له لوېديځ سره د ايران اړيکو تازه او نوی څپرکی ګڼل کېږي...؟