سوماليا کې الشباب ډلې پر پوځي اډه بريد کړی

د انځور حقوق BBC World Service

عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي چې د الشباب ډلې جنګياليو د سوماليا جنوب کې د افريقايي ټولنې پر يوه پوځي اډه بريد کړی چې ګڼ شمېر مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د الشباب ډلې جنګيالي وايي د افريقايي ټولنې ۷۰ پوځيان يې د جاناله په پوځي اډه کې چې له پلازمېنې ۹۰ کيلومتره لرې په جنوب ختيځ کې پرته ده وژلي دي.

د افريقايي ټولنې ځواکونه بيا په دې ټينګار کوي چې دغه اډه يې تر ولکې لاندې ده.

الشباب ډله چې د القاعدې يوه برخه ده په سوماليا کې د دولت پر وړاندې پر جګړه بوخته ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي د پوځي اډې دروازې سره نژدې له ځانوژونکې بريد وروسته د ډزو اوازونه اورېدل شوي چې تر يوه ساعت پورې يې دوام درلود.

دوی بي بي سي ته ويلي په اډه کې د يوګانډا ځواکونه پراته وو او اوس له دغې اډې وتلي دي.

د سوماليا يوه پوځي احمد حسن وايي د الشباب ډلې جنګياليو د پوځيانو د تښتې د مخنيوي په موخه يو پول هم الوځولی چې د پوځيانو د تېښتې مخه ونيسي.

ده دا هم ويلي چې د الشباب اورپکو دغه اډه لاندې کړې ده.

د انځور حقوق AP
Image caption الشباب ډلې په تېر جون مياشت کې په جنوبي سوماليا کې د افريقايي ټولنې يوه بله اډه نيولې وه چې په لسګونو پوځيان يې په کې وژلي

د سوماليا پوځ يوه کپتان بېلو اېډو ويلي له اډې سره ټولې اړيکې پرې شوې دي.

رويټرز خبرې اژانس د ده له خولې وايي" تازه دم ځواکونه سيمې ته نشې رسېدای، هلته ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده"

الشباب ډلې په تېر جون مياشت کې په جنوبي سوماليا کې د افريقايي ټولنې يوه بله اډه نيولې وه چې په لسګونو پوځيان يې په کې وژلي او په لوی شمېر وسله يې نيولې وه.

سربېره پر دې چې الشباب ډلې په جنوب او منځنۍ سوماليا کې مهم ځايونه له لاسه ورکړي اوس هم په دولتي ځايونه بریدونه کوي.

ورته مطالب