په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دودیز افغان صنعت بازار ولې سوړ شوی؟

افغانستان کسبګر وايي ګڼ شمېر دوديز کسبونه یې د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

که دوديزې خولۍ وي، او که د پښ په لاس جوړه شوې سلواغه، جوړونکي يې وايي بازار يې سوړ شوى او ځاى يې نورو فېشنونو او پلاستيکي توکو نيولى دى.

زموږ همکار مصطفى سالک د کابل په کسبگرو گرځېدلى او له هغوى يې اورو چې کيسه څه ده؟