په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د څرمن ګنډونکي د نوي بازار په لټه کې دي

د افغانستان د څرمن گنډونکو ټولنه وايي شرايطو ته په پام سره نوى بازار ځان ته مومي.

د دوى په وينا د بهرنيو ځواکونو له تگ سره يې کاروبار سوړ شوى دى.

له ګاونډیو هېوادونو سره د دوى په وينا د سوداګرۍ نا انډول اړیکي او نا امنۍ کاروبار ور خراب کړى دى.

زموږ همکاره شازیه حیا له کابله په خپل رپوټ کې د څرمنې کاروباريان غږولي او گوري چې څه ډول يې نوى بازار موندلى.