په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوريه کې د کيميايي وسلو کارونې ادعا

د امریکا حکومت په دې باور دی چې د اسلامي دولت نومې ډله په سوریه او عراق کې اوومه کیمیاويي مواد کاروي او جوړوي.

یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته ويلي، دغې اورپکې ډلې، لږ تر لږه څلور وارې د سوریې او عراق پولې دواړو غاړو کې پوست سوځونکي ګاز کارولې دي.

د بي بي سي یوې ډلې، د سوریې او ترکیې پر پوله، د دې ادعاوو شواهد لیدلي دي. دې رپوټ کې ځینې خپه کوونکې برخې شته.