په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېژند پاڼو پر سر لانجه

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د برېښنایی پېژندپاڼو د جنجال حلولو لپاره به ډېر ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.

له یو کاله ډېره موده کېږي چې په پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو پر سر د راپورته شوي جنجال له امله يې وېشل ځنډېږي.

خو ولې په دغو پېژندپاڼو کې د افغان کلمې پر لیکلو او یا نه لیکلو دومره ټینګار کېږي؟

سید عبدالله نظامي په خپل راپور کې دې پوښتنې ته د ځواب هڅه کړې ده.