په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جرمني ته رسېدلي کډوال څه ستونزې لري؟

د کرويشيا لومړي وزير ويلي دغه هېواد ته د کډوالو ورتگ له کابو کېدا وتلى دى.

ده د ملي امنيت غونډه وربللې چې پر حالاتو خبرې وکړي.

د سربيا له پولې په سلگونو کډوال لا هم کرويشيا ته د اوښتو هڅې کوي خو پوله يې پر مخ تړل شوې ده.

هنگري هم پر خپله پوله ازغن سيمان درولي دي.

په تېرو دوو ورځو کې تر ١٣ زرو ډېر کسان کرويشيا ته په دې هيله ورغلي چې جرمني ته به اوړي.

زموږ همکار ميرويس مياخيل د جرمني په ميونيخ کې د کډوالو کمپ ليدلى.