په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د فوټبال غوره لیګ لوبې، سندرې او د خلکو خوښي

په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو څلورم پړاو په کابل کې روان دی.

دغو لوبو د فوټبال مینه والو او ځینو کورنیو ته دا زمینه برابره کړې چې څو شیبې خپل وخت په خوښۍ تېر کړي.

زموږ همکاره نجما ځلا په کابل کې دغو سیالیو ته ورغلې او وايي هلته د فوټبال ښځینه مینه والو شتون هم د پام وړ و.