په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل پر غرونو او غونډیو د خلکو ژوند

د کابل ښار په شاوخوا غونډیو کې زرګونه کورنۍ مېشتې دي. ډېرې یې له لرې پرتو سیمو کابل ته کډه شوي.

بل ځاى يې سرپناه نه ده موندلې نو ځکه یې په غرونو ځان ته کور جوړ کړى.

په ځینو غونډیو کې حکومت خلکو ته د اوبو اسانتیاوې برابرې کړي خو لکه څرنگه چې زموږ همکار سید عبدالله نظامي يې په دې رپوټ کې يادونه کوي، دغلته ژوند له کړاوه ډک دى.