په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندوز کې اورپکو ځانونه د ښار زړه ته رسولي

د افغانستان په شمال کې پر کندوز ولایت سلګونه طالب اورپکو له څو اړخونو برید کړی دی.

حکومتي چارواکو وویل، زوروې جګړې لارې تړلي او خلک یې مجبوره کړې چې سړکونو ته ووځي.

اورپکو د ښار له عمومي لارې د ښار زړه ته ځان رسولی دی.

ودانۍ یې سوځولي او د لنډ وخت لپاره یې یو روغتون نیولی و.

ځینی عیني شاهدان وايې طالبانو محبس، یونما دفتر او د والي دفتر نیولې او د یونما دفتر یې سوځولی خو ځايې چارواکو لا تر اوسه د دې پخلی نه دی کړی.