په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشر غني: کندوز کې حکومت پر حالت حاکم دی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (سپتمبر ۲۹مه) کابل کې په یوه خبرې غونډه کې ټینګار وکړ، چې کندوز کې حکومت پر حالت حاکم دی.

د نوموړي په وینا خلک باید پر امنیتي ځواکونو باور ولري، چې په همغږي پر مخ درومي.

هغه له افغانانو وغوښتل، چې کومه ویره و نه کړي.

افغان ولسمشر وايي وسله وال له ملکي ښاریانو د ډال په توګه کار اخلي او وايي حکومتي ځواکونه نه شي کولای پر ملکي خلکو هوايي بمباري وکړي.

د ښاغلي غني په وینا د پوځ او پولیسو یو شمېر مرستندوی ځواک کندوز ته رسیدلی او یو شمېر نور یې سیمې ته د رسیدو په حال کې دي.