په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عادي افغانان د ملي یووالي حکومت تېر یو کال څنګه ارزوي؟

یو کال وړاندې پر همدې ورځ (سپتمبر ۲۹مه) محمد اشرف غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

په ټاکنو کې له څو میاشتو جنجالونو وروسته یې له سیال عبدالله عبدالله سره په شریکه د ملي یووالي په نامه حکومت مشري پيل کړه.

ژمنه یې وکړه چې د خلکو د ژوند خوندي کول او امنیت راوستل به یې لومړني کارونه وي.

تر اوسه لا د دغې نوې ګډې تجربې په کامیابۍ او ناکامۍ نظرونه سره وېشلي دي.

ځینې خپله ګډ حکومت د کارونو پر وړاندې خنډ بولي نور بیا وايي نه خبره بله ده.

زموږ همکاره نجما ځلا د ملي یووالي حکومت تېر یوه کال ته کتنه کړې ده.