په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت کندوز کې پر طالبانو د بشر ضد جرمونو تور لګولی

افغانستان پر طالبانو تور لګولی چې د کندز ښار په نیولو کې یې بشري جنایتونه کړې دي.

د ولسمشرۍ دفتر یوه اعلامیه وايي، طالبانو او پلویانو یې د ولسي وګوړو پر ضد، د جنسي تېریو، وژنو او شکنجې جرمونه کړې دي.

د بشري حقونو د ملاتړ ځینو ادارو د ملکي وګړو د خوندیتوب غږ کړی دی.

د بښنې نړېوال سازمان او د افغان حکومت چارواکو ویلې چې طالبانو د کندوز په جګړه کې عامو وګړو ته مرګژوبله اړولې، په ښځو او ماشومانو یې جنسې تېرې کړی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره په خبرو کې دغه تورونه په کلکه رد کړل او دا یې د "دښمنانو تبلیغ" بللی.

زموږ همکار سید عبدالله نظامي یې په اړه رپوټ لري.