په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغان ځوانان باید له هېواد پرېښودو ډډه وکړي"

د ملي يووالي حکومت د يو کال پوره کېدو په مناسبت افغان ولسمشر اشرف غني بي بي سي سره ځانگړې مرکې کې په ځوانو افغانانو غږ کړى دى چې د هېواد پرېښودو څخه ډډه وکړي.

ولسمشر غني ويلي چې هغوي بايد په دې پوه شي چې يوازې په خپل هېواد کې يې حقونه خوندي دي.

ښاغلي غني تمه وښودله حکومت به په دې وتوانېږي چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

زموږ همکار اېمل پسرلي له ولسمشر اشرف غني سره ځانګړې مرکه کړې.