په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ننګرهار کې د سړک سر ماشومانو ته ښوونځی

په ننګرهار کې د ځوانانو یوه وړه ډلګۍ په وړیا ډول د هغو ماشومانو لپاره پیسې راټولوي چې بې وسۍ له ښونځي پاتې کړې وي.

دوی وايي تر اوسه یې لسګونه داسې ماشومان پیدا کړي چې په ښار کې کار کوي او ښونځي ته یې د تلو وس نشته.

د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکو بي بي سي ته د ځوانانو دغه ګام اغېزمن وباله.

سید عبدالله نظامي جلال اباد ته پسې لاړ