په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خلیلزاد: د سولې لپاره کمو بهرنیو پوځيانو پاتې کېدو ته اړتیا ده

ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو موده غځولې او وایي افغان ځواکونه دومره غښتلي نه دي چې د طالبانو د زیاتېدونکو بریدونو مخه ونیسي. واشنګټن وایي له خپلو متحدینو به ملاتړ تر لاسه کړي او دا بهیر همدا اوس پیل شوی دی.

په عراق افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکې له پخواني سفیر ډاکتر زلمی خلیل زاد سره سپین تڼي مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي، د دوی په ګومان د ولسمشر اوباما دا پرېکړه څومره ارزښت لري؟