په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د افغان سولې بهیر لپاره به په ګډه کار کوو"

د پاکستان لومړي وزير ويلي دي ولسمشر اوباما سره ليدنې کې په دې موافقې ته رسېدلي دي چې پاکستان، امريکا او افغانستان به د افغان کړکېچ هواري لپاره د سولې پروسه پر مخ وړي.

په واشنگټن کې ولسمشر اوباما سره له ليدنې وروسته خبريالانو سره د خبرو پر مهال ښاغلي شريف وويل چې د جولای په مياشت کې پيل شوې خبرو که دوام کړى وى نو د دې مسلې يو هوارى به مخى ته راغلى وای.

ده وويل چې نه پوهيږي ولې د خبرو د بل پړاو له پيل نه دوه ورځې وړاندې د ملا محمد عمر د مړيني خبر راښکاره شو، خو زياته يې کړه چې اسلام اباد به بيا هڅه کوي چې د خبرو پروسه بېرته راژوندۍ شي.

د امريکا او پاکستان د مشرانو تر منځ پرون له ملاقات وروسته په خورې شوې اعلامیې کې هم راغلي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پروسې پيلولو لپاره کار کوي.

دا چې د امریکا او پاکستان دا ژمنې به څومره عملي بڼه ولري دا او نورې پوښتنې زموږ همکار عنایت الحق یاسیني په کابل کې له ورځپاڼه لیکونکي زبیر شفیق او پېښور کې د چارو له څېړونکي رحیم الله یوسفزي نه کړي.