په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بېګ بېن ډنګوډونګ ښايي نور چوپ شي

خبرداری ورکړل شوی چې که د ۶۲ ميليون پونډو په لګښت يې رغونه ونه شي، د لندن مشهور بېګ بېن زنګ ښايي چوپ شي.

د دغه لوی ساعت، سيستم او همد د الېزابېت په نامه څلی بيا رغولو ته اړتيا لري، او که داسې ونه شي، نو د سياستوالو په وينا جدي زيان وراوښتی شي.

له وروستۍ بشپړې کتنې يې اوس ۳۱ کاله تېرېږي.