په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شرعي سزاګانو د شرايطو په اړه راديويي بحث

څو ورځې وړاندې د افغانستان په غور ولايت کې يوې ميرمنې ته د زنا د تور له امله د چارواکو په وينا د وسله والو له خوا د سنګسار سزا ورکړل شوه، چې په انټرنېټ د سزا پر مهال اخيستل شوې ويډيو خورېدو سره د ډېرو افغانانو په منځ کې يو ځل بيا اسلامي سزاگانې يعنې حدودو او قصاص د بحث موضوع گرځېدلې ده.

د دې اونۍ بحث کې دې ته کتنه شوې چې د اسلامي سزاگانو ورکولو شرايط څه دي، څوک يې د عملي کول اختيار لري، د تورن حقونه څه دي؟

دا، او نورې پوښتنې د کندهار پوهنتون د شريعاتو پوهنځي استاد پوهندوي مزمل اسلامي، د پارلمان پخوانۍ غړې او د حقوقو شريعاتو د پوهنځي فارغې ملالۍ شینوارې او کابل کې د پوهنتون استاد ظریف ستانکزی سره څېړل شوې دي.

عنايت الحق ياسيني د دې بحث وړاندې کوونکى دى.