په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندوز جګړې رسېدلی زيان

د کندوز په وروستیو جګړو کې ډېر خلک بې کوره شول

د ښار په منځ کې ځینې کورونه نښتو زیانمن کړي او څه یې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې نړېدلي دي.

د جگړې په ورځو ځايي سوداگرو ويل چې هره ورځ درې ميليونه ډالره تاوان وراوړي.

هلته ښاریان زموږ له همکار سید عبدالله نظامي سره غږېدلي او وايي تر اوسه یې لاس نیوی نه دی شوی.