په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د يوې ماشومې د وينې سرطان درملنه

په لندن کې د لومړي ځل لپاره د یوې ماشومې داسې جینیتیکي درملنه شوې چې ډاکتران یې بېخي معجزه بولي. لیلا رېچرډس - ۳ کلنه وه چې د وینې سرطان یا لوکیمیا یوه پر مختللې بڼه یې پیدا کړه.

هر څه یې پرې وکړل روغه نه شوه - نو ډاکترانو یو ازمیښتي تخنیک پرې وکاراوه. په رپوټ کې یې وینو.