په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان ځوانان د کار روزګار له نشتوالي کړېږي

په افغانستان کې د وزګارۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي، له دغه هېواده د ډېر شمېر ځوانانو د تېښتې يو اصلي لامل هم وزګاري ګڼل کېږي.

څه موده وړاندې کابل کې د بې کارۍ پر وړاندې د بېلابېلو خوځښتونو لسګونه ځوانان په لاريون وتلي او د کار او ټولنيزو چارو وزارت دروازه يې وتړله.

چارواکي وايي د ځوانانو ګومارنې لپاره پلانونه لري.

نجما ځلا د دغو لاريون کوونکو د ډلې يوه ځوان ته ورغلې او خبرې يې ورسره کړې دي.