په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغان ځوانان بايد په لاقانونه توگه اروپا ته له تللو ډډه وکړي"

افغانستان څخه بهر ته د افغان ځوانانو د وتلو او تېښتې مخنيوي لپاره له کابل څخه د پوهاوي کمپاين پيل شو.

دا کمپاین چې نورو لویو ولایتونو ته به هم غزول کېږي تنظيمونکي يې وايي هڅه به وکړي "بهر ته په ځانګړې توګه اروپا ته په لاقانونه توګه د تللو پر مهال د خطرونو او ستونزو په اړه ځوانانو ته معلومات ورکړي".

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د دې کمپاين ملاتړ کړى.

دې وزارت کې د ځوانانو د چارو معين، ډاکټر کمال سادات بي بي سي ته وويل غواړي د داسې کمپاينونو له لارې افغان ځوانان په خپل هېواد کې پاتې شي.

دى وايي چې حکومت له خپل لوري "بشپړه" هڅه کوي چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.