په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې سوداګريز کرايي زېږون

هند يو له هغو کمو هېوادونو دی چې سوداګريز کرايي زېږون ته يې اجازه ورکړې، کرايي زېږون! يعنې څه؟

يوه داسې چاره چې يوه ښځه په کې د پيسو بدل کې د يوې بلې جوړې لپاره له خپلې ګېډې ماشوم زېږوي.

د هند حکومت پر بهرنيو جوړو بنديز لګولی چې د خپلو ماشومانو زېږولو لپاره د هند کرايي ميندو ته مخه کوي، او دا اندېښنه يې درلوده، چې په دې کار کې له بې وزلو خطر سره مخامخ ښځو ناوړه ګټه اخيستل کېږي.