په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لمريزه انرژي به د يو ميليون وکړو لپاره برېښنا توليد کړي

په مراکش کې د برېښنا توليدولو يوه بټۍ دا نومبر مياشت بشپړه شوه.

دغه بټۍ به د ورځې مهال د لمر له انرژۍ په ګټه مالګه ويلی کوي او بيا به دا مالګه درې ساعته تودوخه ساتي چې بټۍ د شپې تيارې له خپرېدو سره سيمه کې د پخلي او رڼا اړتياوو لپاره برېښنا توليد کړي.

د لمريزې برېښنا د پروژې چارواکي اټکل کوي چې د دې پروژې له ګټې اخيستنې سره به نور مراکش اړ نه وي چې له نورو هېوادونو برېښنا واخلي.