په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د انټرنيټي بانکوالۍ دودېدل

د ځيرکو ټليفونونو اپونه د خلکو لپاره اوس په ډېره چټکۍ د بانکې خدمتونو په اسانتیاوو اوړي، اوس يې مالي کاروباريان په داسې ډول کاروي، چې وايي د بانکوالۍ چارو کې به بدلون راولي.

تېره اوونۍ بريتانيا يوه داسې نوي انلاين يا انټرنېټي بانک ته اجازه ليک ورکړ، چې د بازار پر ځای به خپل خدمتونه د انټرنېټ له لارې وړاندې کوي.

دا سږ کال د خپل ډول پنځم اجازه ليک دی.