په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له جګړې وروسته حمص

په سوريه کې یاغيان د حمص ښار له هغه وروستۍ مېنې هم په وتو دي چې له حکومت سره د اوربند د تړون تر مخې يې بايد پرېږدي.

د الواعر مېنه له تېرو درو کلونو حکومت کلابنده کړې وه. له دې ځايه وتونکي اوس د باغيانو تر ولکې لاندې سيمو ته ځي.

حمص يو وخت د سوريې د انقلاب مرکز بلل کېده، همدلته په ٢٠١١ کال کې لومړني حکومت ضد لاريونونه شوي وو.