په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړيتوب ګټې

افغانستان د کینیا په نایروبي کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان روان کنفرانس کې افغانستان د دغه سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

افغانستان یولس کاله وړاندې په دغه سازمان کې د ورګډېدو غوښتنه کړې وه او تېره میاشت د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیو موافقه وکړه چې د پوره غړي په توګه یې ومني.

افغان چارواکي هیلمن دي چې د دغه سازمان دایمي غړیتوب به یې په هېواد کې د سودګرۍ او پانګونې له غوړولو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د تجارت او صنایعو مرستیال وزیر مزمل شینواری چې د سوداګري نړیوال سازمان په روان کنفرانس کې د ګډون لپاره په کینیا کې دی، د افغانستان لپاره د دغه سازمان د غړیتوب د ګټو په اړه زموږ همکار اسمعیل میاخیل ته داسې وویل: