په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ټاپي غازو پروژه او د افغانانو هيلې

پوره يوه اوونۍ مخکې د ټاپي په نامه له ترکمنستان نه هند ته د افغانستان او بيا پاکستان له لارې د غازو نل لیکې پروژه پرانیستل شوه.

اوس یې د کار له پيل سره افغانستان هيله لري، که چارې یې سمې پر مخ لاړې شي نو د دې پروژې له برکته به د کال سلګونه میليون ډالره ګټه کوي، او هم به یې زرګونه خلک پر دندو او کارونو ورسره بوخت شي.

نجما ځلا پرې له کابله راپور لري.